د افغانستان د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او علي‌اکبر امیري د ایران په الف لیګ تکواندو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره‌کي وویل چې د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي محسن رضایي او علي‌اکبر امیري د ایران الف لیګ تکواندو سیالیو لپاره غوښتل شوي وو.

هغه زیاته کړه چې تېره ورځ په دغو سیالیو کې محسن رضایي خپلو څلورو سیالانو ته ماتې ورکړه او همدارنګه علي‌اکبر امیري بیا دوه لوبې ترسره کړې چې یوه یې وګټله او بله یې وبایلله.

نوموړي وویل چې دغه لیګ څلور میاشتې دوام لري او هره میاشت به یو ځل ترسره کېږي.

د بشیر تره‌کي په وینا، د روانې وږي میاشتې په ۷مه به د کابل د تکواندو منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شي.

Views: 7