د طالبانو ویاند وایي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر راتګ ه بندیز لګول شوی دی.

مجاهد دويچي‌ويله ته ویلي چې افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز لګول شوی؛ ځکه د افغانستان په اړه به یې پروپاګند کول او «داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.»

مجاهد زیاته کړې: «هغه (ریچارډ بنیټ) به کوچنۍ موضوع ستروله او پروپاګند به یې کاوه او نورو سازمانونو ته به یې هم ناسم معلومات ورکول؛ نو ځکه هغه افغانستان ته ممنوع‌الدخول شوی دی.»

ریچارډ بنیټ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 11