ټورنټو کې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵ کالیزه ونمانځل شوه- د ویناوو برخه

اگست 21, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز او د افغانیه کلتوري مرکز په ګډه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کالیزه په شور او ولولو سره ونمانځله. دا مراسم چې د افغانانو په منځ کې یو لوی ملي جشن ګڼل کېږي، د یووالي پیغامونه یې لرل.

په دغه جشن کې ګڼ شمېر ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ ارزښت او تاریخي شالید په اړه خبرې او د افغانستان د مبارزو او سرښندنو په یاد کې ویناوې وکړې.

د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵ کالیزه په ویاړ شاعرانو خپلې وطني او ملي اشعار وړاندې کړل چې د ګډونوالو د زړه تپاند احساسات یې راوپارول.

دغه راز، د هېواد نامتو سندرغاړو په خپلو خوږو سندرو سره د جشن ښکلا نوره هم ډېره کړه او ګډونوالو  یې په ټنګ ټکور کې له ځان سره وساتل.

Views: 10