غزه کې د اوربند لپاره هڅې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل لسم سفر په ترڅ کې د اسرائیل پلازمېنې تل‌ابیب ته تللی دی.

رويټرز راپور ورکړی چې دغه سفر له حماس سره د اوربند او نیول شوو کسانو خوشي کېدو په اړه  د خبرو لپاره د ډيپلوماټیک فشار ډېرولو په موخه ترسره کېږي.

ویل شوي چې بلېنکن به له دغه سفر وروسته مصر ته هم ولاړ شي.

د رويټرز د راپور له مخې، د انټوني بلېنکن یوه مخکښ غړي رويټرز ته ویلي چې د اوربند او د نیول شوو اسرائیلیانو خوشي کېدو په اړه خبرې په لومړیتوب کې دي او د امریکا بهرنیو چارو وزیر پلان لري چې ټولو ښکېلو غاړو ته روښانه کړي چې باید توافق ته ورسېږي.

امریکا، مصر او قطر هېوادونه میاشتې کېږي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي دغه اختلافات راکم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې تر اوسه په غزه کې اوربند شونی دی.

Views: 5