د برازیل پولې ته نږدې ځایي امنیتي مسوولینو ۲۳ تنه افغان کډوال د قاچاقببرانو له یوې ډلې څخه ژغورلي دي.
د برازیل په ګاونډ کې د (پیرو) هېواد لویې څارنوالۍ پرون په یوې اعلامیې کې ویلي، دې کډوالو هڅه کوله چې ایکواډور ته ولاړ شي او قاچاقبرانو ته یې پیسې ورکړې وې چې د دې هیواد شمالي سرحد ته یې ورسوي.
سرچینې زیاته کړې، چې قاچاقبرانو دې افغان کډوالو سره ټګي کړې وه او هغوي یې د پیرو – برازیل تر منځ په ګډ سرحد کې په یو کور کې بند ساتلي وو؛ خواړه او د څښاک اوبه یې هم نه ورکولې.
په اعلامیه کې راغلي، په ژغورل شویو کسانو کې یې څلور ماشومان دي چې یو یې پکې دوه میاشتنی ماشوم هم دی. چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي، چې په ژغورل شویو کې څومره یې نارینه او څومره یې ښځې دي.
د پیرو د څارنوالۍ په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي، چې دې افغان کډوالو قاچاقبرانو ته څومره پیسې ورکړې دي.
د معلوماتو له مخې، دې افغان کډوالو ګمان کاوه چې د دې پیسو په بدل کې به قاچاقبران هغوي لومړی یو سیمه ییز ښار ته ولیږدوي او له هغه ځای به پایتخت لیما او ورسته د تومبیس ښار ته یوړل شي چې د ایکواډور سره ګډه پوله لري.
په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې آیا پولیسو قاچاقبران هم نیولي او که نه او دا پکې نه دي ویل شوي چې دا افغانان د کوم هېواد په نیت راوتلي وو. په دې تیرو څو کالونو کې سلګونه افغانان برازیل ته په بشردوستانه ویزو تللي او ځینو یې کوښښ کړی چې له دې ځای څخه ځانونه د شمالي امریکا هیوادونو ته ورسوي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، سلګونو زرو افغانانو چې د پخواني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي پکې دي، هیواد پریښی ګاونډیو او نورو هیوادونو ته کډه شویدي.
Views: 19