د بشردوستۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر یا اوچا ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۲۸۰ مرستندویان وژل شوي دي.
دغه سازمان نن (دوشنبې) په یوه راپور کې لیکلي، د سږ ميلادي کال د اکسټ تر ۷مې په ټوله نړۍ کې ۱۷۲ مرستندویان وژل شوي، له همدې امله ښايي ۲۰۲۴ کال د وړم کال په پرتله د مرستندویانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وي.
د دغه راپور پر بنسټ، سوډان، سوېلي سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتوتونو د مرستندویانو د وژل کېدو تر ټولو ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر په دغه راپور کې په ټوله نړۍ کې د مخالفو اړخونو له لوري د مرستندویانو وژل کېدو مخنیوي غوښتنه کړې ده.
Views: 9