کونړ کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وټه‌پور ولسوالي کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وویل، تېره ورځ د وټه‌پور ولسوالۍ په ګمبیر سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي وو چې د درملنې لپاره لومړی د اسعداباد ولایتي روغتون او له هغه ځایه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د ګمبیر سیمه کې تېره ورځ د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي وو چې له ډلې یې درې ماشومان مړه او پاتې نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.»

د نوموړي په خبره، د مسموم شوو پاتې کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د حنیف په خبره، سیمې ته یې د پلټنې په موخه روغتیايي ډله لېږلې او په وینا یې، تر اوسه د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی.

Views: 8