د قطر د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې غزه کې د اوربند په اړه د خبرو د دوام خبر ورکړی چې د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلي الوتکو پر غزه ۳۰ ځله بمبار کړی دی.
د ترکيې اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري ویلي چي نن جمعه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د غزې د اوربند په اړه خبرې وشي.
هغه زیاته کړې چې دغه خبرې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب کېږي چې د خبرو د پرمختګ په صورت کې منځګړي اوربند، د بندیانو تبادلې او د غزې له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ۲۷۳۵ پرېکړهلیک باندې ټینګار کړی.
بلخوا، اناتولي لیکلي چې اسراییلي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه ۳۰ ځله بمبار کړی، خو د کره مرګژوبلې په اړه یې تراوسه بشپړ معلومات نه دي په ډاګه کړي.
د یو بل خبر له مخې، د ایرلنډ لومړي وزیر سیمون هریس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د ۴۰ زره فلسطینیانو وژنه د عطف نقطه ده چې جهان باید شرم وکړي.
ده ویلي چې د غزې د هغو ماشومانو د وژنې له امله چې یوازې په دې نړۍ کې یې څو ورځې سترګې غړولي، نړۍوالې دیپلوماسۍ ماتې خوړلې ده.
ده زیاته کړې چې اسراییل دې جنګ ودروي او دواړه لوري دې بندیان تبادله کړي.
ویل کېږي چې د اکتوبر له ۷مې تراوسه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۴۰زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، لس زره تر خاورو لاندې شوي او په لسګونو زره نور ټپیان دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
Views: 9