راپورونه وایي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور، سوات، باجوړ او وزیرستان کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د پولیسو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دغه مرګژوبله نن او پرون په امنیتي او ترافیکي پېښو کې اوښتې ده.
سرچینې لیکلي چې نن د پېښور د ورسک پر سړک د پیر بالا سیمه کې د پولیسو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د پولیسو یو مشر راشدخان خبریالانو ته ویلي چې دغه چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې چې په یاد ماین کې له شپږو تر اووه کیلو ګرامه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادې پېښې په تړاو شپږ شکمن کسان نیول شوي.
بلخوا د باجوړ د پوليسو ویاند محمد اسرار ویلي چې پرون شپه وسلهوالو د باجوړ د سالارزیو تحصيل په حاجي لونګ سيمه کې د پولیسو پوستې ته لاسي بم ورغوځولی چې له امله یې یو پولیس وژل شوی.
دغه راز، د سوات د پولیسو مشر زاهد الله ویلي چې پرون د سوات په مټه سمبټ سیمه کې د ماخوستن تر لمانځه وروسته وسلهوالو پر پولیسو ډزې کړي چې له امله یې یو پولیس لومړی ټپي شوی او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې.
د دې ترڅنګ د شمالي وزیرستان په میرلي سیمه کې په دوو بېلابېلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د میرلي تاڼې یو تن مسوول د نوم نه اخیستو په شرط ویلي چې وسلهوالو پرون د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې دي چې له امله یې یو کس وژل شوی او د هغه مور او پلار ټپیان دي.
ځايي خلکو ویلي چې وسلهوالو پر هغه کس برید کړی چې خپل مور او پلار یې د درملنې لپاره پېښور ته روان کړي وو.
دغه راز، پولیسو ویلي چې یو بل برید کې یو کس وژل شوی، کوم ځای کې چې دغه برید شوی، د میرلي د اتمانزیو یوه جرګه هم جوړه شوې وه. تراوسه پورې د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.
د یو بل خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا د سوات مټې تحصيل سیمه کې پرون د واده د ورا یو موټر يوې ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او نهه ژوبل شوي دي.
پولیس او د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکو ټپیان او مړي د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدولي، خو د ځینو ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
بلخوا د پاکستان پوځ په کورمه کې د عملیاتو پر مهال د اوو مشکوکو وسلهوالو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ایاېسپيار) ويلي چې دغه عملیات یې پرون کړي.
Views: 11