د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره بشري مرسته کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې لیکلي چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره ۲۸۰ میلیون ډالره مرسته کړې او له دې مرستې څخه به پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو د درملنې لپاره کار واخیستل شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، له افغانستان سره د امریکا د دې مرسته له لارې به څه باندې درې میلیون کسان د خوړو توکي ترلاسه کړي او پر خوارځواکۍ اخته ۹۰۰ زره ماشومانو او ښځو د درملنې زمینه به برابره شي.
د یاد سازمان په خبرپاڼه کې هم راغلي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته موارد د تېر کال په پرتله درې برابره ډېر شوي دي.
بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام پرون په یوه راپور کې ویلي چې د بریټانیا د پراختیا او ګډو کټو بهرنۍ اداره له افغانستان سره ۴۰ میلیون پونډه چې ۵۰ میلیون امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي چې یادې مرستې به د خوارځواکۍ مخنیوي په موخه ۲/۱ میلیون کسانو ته د بېړنيو خوړو برابرولو، د ۱۵۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره امیندواره او شېدې ورکوونکو مېرمنو او ۷۷ زره نورو اړمنو کسانو لپاره کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) مخکې له دې ویلي وو چې راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د خپلو فعالیتونو پر مخ وړلو لپاره ۶۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي، د سختو سېلابونو له امله اوښتي زیانونو افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړ کسانو شمېر ډېر کړی دی
Views: 3