د طالبانو مشرانو ته د عبدالباري جهاني څلورم پرانیستی لیک

اگست 15, 2024

درنو مشرانو السلام علیکم.

زړه ته مي نه لوېږي چي زما دا لیک به ولولی او که یې ولولی نو فکر نه کوم چي اهمیت به ورکړی؛ ځکه چي دا به د خپل یوه مخالف سړي لیک وبولی او مخالفت تاسي زغملای نه سی. خو زه د یوه افغان په حیث د وطن د حالاتو په باره کي د نظر څرګندول خپله وظیفه بولم.

درنو مشرانو! ستاسي د قدرت د نیولو درې کاله پوره کیږي خو ستاسي په کابینه کي تر اوسه پوري ټول اساسي قدرت د پښتنو او هغه هم د یوه ټاکلي سمت د پښتنو اقوامو په لاس کي دی. تاسی ښايي ووایاست چي نورو اقوامو ستاسي سره د امریکایی قواوو په ایستلو کي یا مرسته نه ده کړې او یا یې لږه مرسته کړې ده نو ځکه باید ټول قدرت د هغو کسانو او قومونو په لاس کي وي چي د امریکا سره په جهاد کي یې برخه درلودلې وي. خو د دې معنا دا نه سي کېدلای چي تاسي باید د افغانستان د نورو اوسېدونکو لویو قومونو پر حق باندي سترګي پټي کړی او له خپلو حقوقو څخه یې محروم کړی.

دا وطن د ټولو هغو قومونو دی چي، د پښتنو په څېر، له نا معلومي مودې راهیسي، په دې خاوره او وطن کي آباد دي او په هر غم او ښادي کی یې برخه درلودلې ده. موږ افغانان او نړۍ وال چي د ټول شموله حکومت غوښتنه کوو؛ مطلب مو په حکومتي اداره کي د هغو داړه مارانو او غلو ګډون نه دی چي څه باندي شل کاله یې پر دې هېواد باندي بې مسوولیته واکداري وکړه. ځمکي او جایدادونه یې غصب کړل، د پردیو لپاره یې خپل اولسونه قتل کړل، د دوستم په څېر یې د خلکو پر عزت او شرف باندي صرفه ونه کړه، د هیواد شتمني، خزانې او جواهرات یې پردیو ته سوغات کړل او اوس هم لا، د پردیو په زور، په افغانستان کي د بیرته واکمنېدلو خوبونه ویني.

له ټول شموله حکومت او ادارې څخه مطلب د افغانستان ټولو شریفو قومونو او قشرونو ته په قدرت کي برخه ورکول دي. څوک چي په دې وطن کي اوسېدلي او اوسیږي هغوی نه یوازي په هیواد کي د اوسېدلو بلکه د خپل وطن په ښو او بدو کي د برخي اخیستلو مشروع حق لري. چا چي په دې وطن کي تعلیم او تحصیل کړی دی هغوی په هیواد کي د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو، ولایتونو او اداري، تعلیمي او قانوني صلاحیتونو درلودلو حق لري. یو ګوندي حکومت، د یوې خاصي لاري او ایدیالوژۍ حکومت، په یوه کثرالاقوام هیواد کي د یوه ځانګړي سمت او قوم حکومت ډېر دوام نه سي کولای.

ستاسي د تعلیم او تربیې وزیر سیدحبیب الله اغا څو ورځي مخکي د کانکور په آزموینه کي بریالي سویو شاګردانو ته وویل چي عصری تعلیم فرض کفایی دی( زه نه پوهېږم چي د عصري تعلیم په مسله کی فرض کفایی او فرض عین څرنګه مطرح کېدلای سي او څرنګه ارتباط ورسره پیدا کوي؟ )  حبیب الله اغا، پرمخ تللیو هیوادونو ته د اشارې په ترڅ کي، وویل  چي « دوی اسمان ته ورسېدل، ډرون یې په اسمان کي ګرځي. زه او ته د ډرون په مقابل کي څه لرو؟ هیڅ نه لرو. خو دا به جوړوو. . . » لومړی خو باید له حبیب الله اغا څخه پوښتنه وسی چي ده په خپله څه عصري تعلیم کړی او د عصري علومو له کومي پوهنځی څخه فارغ سوی دی چي د عصري علومو د زده کړي او ترویج غم ورسره پیدا سوی دی؟ څوک چي د عصري علومو غوښتنه کوي هغه په خپله باید عصري تعلیم کړی وي. او که نه وي نو باید لومړی د هغو کسانو قدر وکړي چي په وطن کي یې د عصري علومو په زده کړو او تدریس کي ږیري او سرونه سپین کړي دي.

د عصري علومو غوښتنه په داسي حال کي نه کیږي چي د وطن د ساینس پوهنځي د فزیک او ریاضي استادان دي په بازار کي کچالو خرڅوي خو حبیب الله اغا او شیخ ندیم دي د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو د وزارتونو پر چوکیو ناست وي او د عصري تحصیلاتو لرونکي استادان دي کچالو او شلغم وپلوري. نه یوازي دي تحصیل یافته کسان د عصري تعلیماتو او تحصیلاتو په مسله کي هیڅ واک اختیار ونه لري بلکه د آزادو خبرو او نظر ورکولو حق دي ورڅخه اخیستل سوی وي او چي هر چیري ږغ پورته کړي نو د مُلایانو له لرګیو او کېبلونو سره مخامخ سوي وي.

د عصري علومو د انکشاف غوښتنه په داسي حال کي نه کیږي چي د عصری علومو متقاعد استادان او معلمین د تقاعدي تنخوا له حق څخه محروم کړل سي او له مسوولو مقاماتو سرا دا سوال هم پیدا نه سي چي د تقاعدي تنخوا له حق څخه دغه محروم سوي کسان به څه خوري او څه به اغوندي. البته افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي د متقاعدینو پر حق باندي یې سترګي پټي کړي دي؛ او وزیران یې لا بیا هم د عصري علومو د زده کړي غوښتنه کوي. په دغه اوسني شکل ستاسي د نظام هرکال دوام افغانستان شل کاله شاته غورځوي.

ستاسي څخه به یوه بله پوښتنه هم وکړم. تاسي د حضرت رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه پوري داسی خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا لیدلی یا لوستی یا اورېدلی دی چي له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟ حضرت رسول اکرم ص خو د خپلو صحابه وو په منځ کي ناست وو او امامت یې په خپله کاوه. د هغه حضور ته خو هر نارینه او ښځي خپل عرض وړاندي کولای سوای او هره ورځ یې کولای سوای چي هغه وویني. تاسي په نړۍ کي داسي پاچا لیدلی او یا په تاریخ کي اورېدلی دی چي له خپلو خلکو څخه پټیږي؟ دا داسي مرموز او بې مثاله حالت دی چي په نړۍ او افغانستان کي یې له هر چا سره سوال پیدا کړی دی. دا د خلکو مشروع او قانوني حق دی چي خپل مشر او پاچا وویني، د هغه آواز واوري او خپل آواز، عرض او شکایت په واوري.

افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي د ښځو تعلیم او تحصیل په کې غیر قانوني دی. تاسي یوازي ښځینه نرسانو او ډاکټرانو ته د کار حق ورکوی؛ او هغه هم ځکه چي د خپلو ښځینه اړتیاوو لپاره یې خدمت ته ضرورت لری. ښځي ولي یوازي نرساني او ډاکټرانی سي؟ د عصري علومو کومه څانګه ده چي موږ په هغی کي معلماني، استاداني او متخصصیني نه درلودې او نه یې لرو؟ تاسي ته دا حق چا درکړی دی چي د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو تنخواوي یوازي ۵۰۰۰ افغانیو ته راکمي کړی؟ تاسي په خپله په دغه تنخوا ګوزاره کولای سی؟ تاسي فکر کوی چي خلک ړانده دي او ستاسي عیش او عشرت نه ویني؟

زه ستاسي دښمن نه یم او نه مي عمر او صحت له چا سره د دښمنۍ کولو اجازه راکوي او نه یې وس لرم. مګر زما دا خبره واوری چي په ظلم او جبر تر یوه وخته حکومت کیږي مګر تر قیامته دوام نه سي کولای. د ایران اسلامي حکومت ستاسي تر نظام سل چنده قوي دی. که د هغه په مقابل کي پنځه شپږ ځله پاڅون کېدلای سي نو تاسي هم بېغمه نه سی پاتېدلای. که د پنجاب د ظالم او جابر حکومت او یو میلیوني پوځ او پولیسو په مقابل کي پښتانه او بلوڅ را پورته کېدلای سي؛ نو تاسي هم تر قیامته دوام نه سی کولای.

که تاسي فکر کوی چي تر قیامته به د لرګي او کیبل په واسطه د خلکو آوازونه کرار کړی نو دا خیال له سره وباسی. تاسي ولیدل چي د یوه شهید ګیله من پاکو وینو څومره رنګ راووړ او څرنګه یې ټول پښتانه په پښتونخوا او نړۍ کي وپاڅول او زه یقین لرم چي دا پاکي او شهیدي ویني به یوه ورځ د پنجاب غاړه سره کړي.

تاسي هم تر قیامته د میلیونونو اولسونو پر حقوقو باندي پښه نه سی ایښودلای. که دې پراخو اولسونو او د افغانستان ټولو قشرونو ته حقوق ورنه کړه سي هغوی یې یوه ورځ په زور درڅخه غواړي او تاسی یقین ولری چي درڅخه اخیستلای یې هم سي. د افغانستان د اوسني نظم قهري سقوط د هیچا په ګته نه دی بلکه د ټولو په تاوان دی. ستاسي اوسنی انحصاري نظام د افغانستان د میلیونونو اولسونو ترمنځ دښمني ایجادوي او د هغي دښمنۍ ټول مسوولیت به ستاسي په غاړه وي.

دا وطن د پښتنو دی دا وطن دی د تاجکو

دلته کور د هزاره دی دلته اور دی د اوزبیکو

له پېړیو دلته اوسي په پېړیو به اوسیږي

په ازل کي سره خپل وه په قیامت به جلا کیږي.

و ما علینا الّا البلغ المبین

 

یادونه: د لوستونکو لپاره د عبدالباري جهاني پخواني درې لیکونه د دې لیک ضمیمه دي.

 د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته درېیم پرانیستی لیک

د اسلامي اِمارت قدرمنو مشرانو السلام علیکم.

پوهېږم چي زما دغه لیک به یا تاسي ته ونه رسیږي او که درته ورسیږي نو چنداني اغېزه به ونه کړي؛ خو زه د یوه تعلیم یافته، بوډا او مهاجر افغان په حیث، د خپل وجداني مسوولیت د رفع کولو لپاره دا څو کرښی درته لیکم:

درنو مشرانو! تاسي له یوې خوا د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ بندي کړي او هغه ښځینه ماموریني مو په کورونو کي کښېنولي دي چي د خپل اولاد لپاره د نفقې برابرولو مسوولیت یې درلود. په دې توګه مو په هیواد کي دننه او له هیواد څخه بهر ټول تعلیم یافته کسان له ځان څخه خوابدي کړي دي.

د بیان د آزادۍ پر ضد مو جهاد اعلان کړی او هر څوک چي ستاسي پر کړنو باندي د انتقاد کولو جرأت کوي هغه د مطیع الله ویسا په څېر په زندان ننه باسی او د زنداني کېدلو لپاره یې داسي دلایل راوړی چي نه په داخل او نه په بهر کي د چا د قناعت وړ دي. د دې ترڅنګ لا، د پخواني رژیم د طرفدارانو او قوماناندانو، په مرموز شکل قتلونه روان دي چي ټول خلک یې ستاسي څخه بولي او په دې اړه ستاسي د بې خبری اعلامیو ته هیڅ څوک غوږ نه ایږدي اوباور نه په کوي.

درنو مشرانو! په زور د قدرت نیول ممکن دي خو په زور ساتل یې، تاریخ ثابته کړې ده چي، غیر ممکن دي. دې ټکي ته باید ستاسي توجه را واړوم چي نه پښتانه او نه د افغانستان هیڅ قوم دا حق لري چي قدرت انحصار کړي او نور قومونه، چي د پښتنو په څېر، له سل هاوو او حتی زرهاوو کلونو راهیسي په دې خاوره کي اوسیږي له قدرت څخه محروم او تجرید کړي. ستاسي د نظام اوسنی قدرت نه یوازي د پښتنو بلکه په خاصه توګه د جنوب غرب د حوزې د طالبانو، یا په اصطلاح لوی کندهار، په لاس کي دی. په دې توګه مو د هیواد ټول اقوام، تاجک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او نور واړه قومونه، او حتی غیر کندهاري پښتانه، له ځان څخه خوابدي کړي او ټولو پښتنو ته، په تېره بیا د جنوب غرب د حوزې اوسېدونکو ته، بد بین کړي دي. که خدای مه کړه کومه بده پېښه کیږي ( چي حوادث، لکه څرنګه چي ومو لیدل، په هیڅ توګه د اعتبار وړ نه دي) نو بیا به ټول پښتانه، چي ستاسي سره په هیڅ ډول ګټه کي شریک نه ول په ټول تاوان کي درسره شریک وي.

زما دا خبري ټوکي مه ګڼۍ. دلته، زموږ مخي ته، د شوروي اتحاد سرو لښکرو شرمونکې ماته وکړه. د پاکستاني مجاهدینو د وحشت نظام ستاسي په مقابل کي، چي له هغوی څخه د خلکو نارضاییت مو اصلي ملګری وو، سقوط وکړ. ستاسي لومړني نظام له وهابیانو سره د دوستی او له خپلو خلکو سره د دښمنۍ کولو سزا ولیده. د امریکا او ټولي ناټو قواوو په دې خاوره کي ماته وکړه. تاسي څه فکر کوی؟ تاسي له فولادو جوړ سوي یاست؟ زه دا منم چي امریکا به تاسي ته د ډالرو څلوېښت میلیوني بستې را استوي. مګر د ا بستې هم تر قیامته دوام نه کوي. امریکا چي د حامد کرزي او اشرف غني له سره وفا ونه کړه ستاسي سره یې هم انډیوالي تر مطلبه ده.

یوه ورځ به نه امریکا او نه به یې د ډالرو بستې وي او بیا به تاسي او دغه ناراض او خښمېدلی اولس سره پاته یاست. لکه تاسي چي د امریکا ټانکونه او هاموې زره پوښونه په موټرسیکلونو ونیول د دې وطن ناراضي اولسونه به ستاسي  څخه موټر سیکلونه په تش لاس او بایسکلونو واخلي. خو بیا هم وایم چي له بده مرغه، د ټولو راتلونکو بدو پیښو، تر ټولو لوی تاوان به پښتنو ته رسیږي؛ ځکه چي تاسي ټول پښتانه یاست او د افغانستان د نورو ټولو اوسېدونکو شریفو قومونو پر حقوقو مو پښه ایښې او تجرید کړي مو دي.

د نړۍ هر وګړی چي ستاسي نوم اوري په ښه سترګه نه درته ګوري. په خارج کي اوسېدونکي افغانان، ستاسي د اعمالو له امله، د پښتانه په نامه شرمیږي. ملګري ملتونه ستاسي له ټولو پالیسیو سره مخالفت لري. په نړۍ کي هیڅ هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت نه یاست پېژندلي. دا حالت تر قیامته دوام نه سي کولای. په داخل کي له ټولو غیر پښتون قومونو، منورو پښتنو او په بهر کي له ټولي نړۍ سره مقابله تر قیامته ممکنه نه ده. تاسي به د قدرت نشې اخیستي یاست ځکه مو سترګي ړندې او غوږونه کاڼه دي. خو موږ چي په قدرت کي شریک نه یو او له دې نشې څخه لیري پراته یو هم مو سترګي کار کوي او هم مو غوږونه اوري. که تاسي نه وینی او نه اوری نو زموږ او د خپلو ناراضو اولسونو له سترګو او غوږونو څخه کار واخلی. په جرأت درته ویلای سم چي په هیواد کي دننه، لکه ستاسي د لومړني طالباني نظام په څېر، چي مایې پخپله ملامحمدعمر ته یادونه وکړه، په سلو کي سل خلک درڅخه ناراض دي. او د تاریخ په حافظه کي داسي قدرت نسته چي پر دښمن او ناراض اولس یې تر ابده په زور حکومت کړی وي.

و ما علینا الّا البلاغ المبی

 د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته دویم پرانیستی لیک

« المُلکُ یَبقی مع الکُفر و لا یبقی مع الظُّلم» د کفر پاچهي دوام کوي خو د ظلم پاچهي دوام نه کوي. دا عربي مقوله که د نړۍ په تاریخ یا د نړۍ په نورو سیمو او نقطو کي صدق کوي او که یې نه کوي؛ په افغانستان کي یې موږ په دې تېرو څلوېښتو کلونو کي شاهدان یو. د خلقیانو او پرچمیانو نظام، د مجاهدینو حکومت او ورپسې ستاسي لومړنی حکومت یوازي د امریکا او ناټو د قواوو په زور نسکور نه سو بلکه ستاسي له هغه نظام څخه د هیواد په سلو کي ۹۹ اوسېدونکي ناراض ول او هغه ناراضیت ما په خپلو سترګو په کندهار، کابل او جلال آباد کي ولیدی. که امریکایانو او ناټو حمله نه وای کړې ستاسي هغه نظام بالاخره د خلکو د قهر او غضب قرباني کېدی.

تېرشل کلن نظام هم د خپلو بې عدالتیو، فساد، رشوتونو، خپل سریو او ظلمونو قرباني سو. په جرأت سره ویلای سم چي له هغه نظام څخه به په هیواد کۍ یوازي فاسد مامورین او هغه کسان راضي ول چي بې ساري ناروا مادي ګټي یې تر لاسه کولې.

اولس تاسي ته پناه راوړه او تاسي له هغه نظام څخه د اولس د ناخوښۍ او نارضاییت له امله قدرت ته ورسېدلاست. خو دم ګړی، په جرأت درته ویلای سم، چي په هیواد کي، پرته له طالبانو، ټول انسانان درڅخه ناراض دي. ښځینه ډاکټرانو او نرسانو ستاسي د ظلم او تېریو او د نجونو دتعلیم او تحصیل د بندولو پرضد اعتصاب وکړ. د هغوی د دغه اعتصاب لومړنی تاوان هغو ناروغانو ته رسیږي چي د ښځینه ډاکټرانو عاجلو مرستو ته ضرورت لري او دا وبال به یې ستاسي په غاړه وي.

خلک د لوږي او بېکاری سره لاس او ګرېوان دي. د کورونو کرایه او د اولاد لپاره وچه ډوډۍ نه لري. د مسلکي او لایقو کسانو ځایونه ستاسو طالبانو نیولي دي او هغوی په یوه ګوله ډوډۍ پوري حیران دي؛ او ستاسي طالب اولسوالان و والیان ځیني دوهم، ځینی دریم او ځینی څلورم واده کوي.

که تاسي دغو ظلمونو ته دوام ورکړی. د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه همداسي بند پرېږدی. پر ښځو باندي قیوداتو او ظلمونو ته دوام ورکړی. د خلکو آزارولو ته دوام ورکړی نو خلک د لوږي، بېکاری او بې کورۍ تر څنګ ستاسي د ظلمونو طاقت نه سي راوړلای. په خپل طاقت مه مغرورېږی. تاسي ولیدل چي د نړۍ تر ټولو ستر طاقت متحده ایالاتو او ناټو له خپلو ټولو وسلو او زور سره د خلکو د نارضاییت په مقابل کي طاقت رانه ووړ. د امریکا ماته یوازي ستاسي کمال نه وو. تاسي فکر کوی چي که د افغانستان د ناراضي خلکو ملاتړ درسره ملګری نه وای تاسي به یوازي د پاکستان په زور، چي پخپله د لویو طاقتونو خیرات خور دی، امریکا ته ماته ورکړې وای؟ او اوس چي قدرت ته ورسېدلاست نو بیرته مو د هغه دردېدلي او کړېدلي اولس، چي تاسي ته یې پناه راوړې وه، کړولو او زورولو ته مخه کړه.

نه افغانستان د یوې ګوښه جزیرې په څېر له ټولي نړۍ څخه بېل ژوند کولای سي او نه دا هیواد په داخل کي یوازي په شروط الصلاة او خلاصه کیداني چلېدلای سي. ستاسي د عالی تحصیلاتو د وزیر دا وینا چي اسلامي امارت غواړي پوهنتون جاري کړي خو د نوي تعلیمی نصاب په وسیله به د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله لنډه کړي معنی دا ده چي تاسي غواړی له پوهنتونونو څخه مدرسې جوړي کړی. هیواد یوازي په مدرسو نه جوړیږي.

هیواد انجنییرانو، ډاکټرانو، اقتصادپوهانو، د زراعت ماهرانو، حقوق پوهانو، تاریخ پوهانو، ادیبانو، د کمپیوترمتخصصینو او د هر ډول عصري زده کړي فارغانو او پوهانو ته ضرورت لري. دا عصری علوم نه یوازي په شروط الصلاة او نه په صرف میر او مختصر کي سته.

که د ۱۴۰۰ کاله مخکي اسلامي نظام خبره وي موږ به ستاسي سره څه ونه وایو. خو افغانستان هغه زمانې ته رجعت کولای نه سي. تاسي ټول ساعتونه، موبایل ټلفونونه، زغره وال موټرونه نه لری؟ د کفارو په ملکونو کي له جوړوسویو ټوکرانو جامې نه اغوندی، په هوايي جهازونو کي سفرونه نه کوی؟ دا ټول هغه شیان دي چي ۱۴۰۰ کاله مخکي موجود نه ول او که اوس کار ورڅخه وانه خلی یوه ورځ ژوند نه سی کولای. او تر ټولو مهمه خو دا ده چي تاسي له یوې خوا د امریکا او د هغه حکومت د دسیسو پر ضد تبلیغات کوی او له بلي خوا د هغوی څخه په سل ګونو میلیونه ډالره مرستی اخلی او تر اوسه پوري مو لږترلږه څه کم دوه میلیارډه ډالره، د بشري مرستو په نوم ورڅخه تر لاسه کړي دي. دالر یې حلال دی.

راډیو او تلویزیون یې حرام دي!!!

د افغانی د نسبتي ثبات یوازینی عامل همدغه د امریکا، په میاشت کي، ۴۰ میلیونه ډالر دي. فکر کوی چي نن ورځ له خلکو څخه څه پټ پاتېدلای سي؟

په ټولي نړۍ کي بل داسي اسلامي هیواد هم سته چي د نجونو تعلیم او تحصیل پکښي بند وي؟ دا چي تر اوسه پوري هیڅ اسلامي هیواد، حتی پاکستان، سعودي عربستان او قطر په رسمیت نه یاست پېژندلي دا ستاسي لپاره ښه زېری نه دی. او یوه ورځ به داسي راسي چي دا بین المللی تجرید به ستاسي د بشپړ سقوط عامل سي.

پر هوښ راسی! افغانستان د تباهی کندي ته مه غورځوی. یوازي د نن ورځي په قدرت مه خوشاله کېږی. دا قدرت یو ځل مخکي هم تاسي آزمېیلی دی. بدي ورځي تمام نه لري. یوه ورځ بیا هم هغه حالت راتلونکی دی چي چاته د ګیدړي غار په سرقلفي نه پیداکېدی.

په زغرده درته وایم چي ستاسي څخه په میلیونونو ناراض کسان به ستاسي له هر دښمن سره لاس یو کړي او په نتیجه کي به ستاسي داځل سقوط پر هیواد باندي داسي فاجعه نازله کړي چي ښايي په خپل تاریخ کي به یې نه وي لیدلې. او دا هم درته وایم چي زه ستاسي سقوط او فاجعه آمېزه سقوط په سترګو وینم. دا اخطار نه دی او نه زما په څېر، د ګور پر غاړه بې وسه، بوډا تاسي ته د اخطار درکولو توان او صلاحیت لري. دا خبرداری دی او که متوجه نه سی نو بیا به یوه ورځ اوبه تر ورخ اوښتي وي.

د اسلامي اِمارت درنو مشرانو! تاریخ ثابته کړې ده چي قدرت په زور نیول کېدلای سي مګر په زور ساتل کېدلای نه سي. تاسي له امیرالمومنین له مقام څخه نیولې تر وزیر، معین، والي، اولسوال، رییس او حتی د ښوونځیو تر سرمعلمی پوري ټول مقامات خپلو طالبانو ته سپارلي دي. دا که له یوې خوا بې عدالتي ده له بلي خوا د ټولني پر ټولو قشرونو او پوهو او لایقو کسانو باندي بې اعتمادي ده. یوازي بې اعتمادي نه ده بلکه ظلم دی. تاسي د هغو کسانو له خولو او د هغوی له عیال څخه ډوډۍ واخیسته چي یوازي یې له حکومتي ادارو او شرکتونو سره کارکولای سوای ځکه چي هغوی تعلیم یافته او تحصیل کرده خاک دي. هغوی ټول رېړۍ نه سي چلولای او که یې وچلوي نو دا به لومړی ستاسي لپاره د شرم او خجالت ځای وي چي ماهرین او صاحب منصبان مو رېړۍ چلولو ته مجبور کړي وي. او دا به ټول ستاسي مخالف او دښمنان وي. د یوې ځانګړي ډلي او حزب حکومت هر وخت د استبداد او بې عدالتی سبب سوی او بالاخره په فنا محکوم سوی دی. د افغانستان خلک ډوډۍ نه لري او ستاسي یو اولسوال په یوه هفته کي دوه ودونه کوي.

ستاسي دي په یاد وي چي د طالبانو او د هغوی د بچیانو شمېر تر سلو زرو نه زیاتیږي خو په مقابل کي د افغانستان نفوس څلوېښت میلیونه دی. پر څلوېښتو میلیونو ناراضي انسانانو باندي، په وچ زور، د واک چلول او د هغوی خاموش ساتل د نړۍ پر مخ د هیڅ قدرت لپاره ممکن نه دی.

له خپل غرور څخه لاس واخلی. له نورو افغانانو، په تېره بیا ځوان او رسېدلي قشر سره، چي د حکومت او ادارې چلولو په هره برخه کي اړتیا ورته لیده کیږي، ګډ حکومت جوړ کړی. په حکومت او حکومتي چارو کي ونډه درلودل د ټولني د هر مستحق فرد حق دی او حکومت د هیڅ چا شخصي مال نه بلکه د ټولني ګډ مِلکیت دی. د یوه ځانګړي ګوند او ډلي د قدرت انحصار نه نړۍ او نه هم افغانانو ته د منلو وړ دی.

ځانونه له نړۍ او افغانانو څخه په لوی لاس مه تجریدوی؛ دا ښه عاقبت نه لري. د کابل په ښار کي وروستۍ چاودني، چي ښايی په وروسته کي تر دې هم زیاتي او سختي سي، ستاسي لپاره ښه زېری نه دی. که نن د چین هیواد خپل اتباع له کابله وایستل سبا د پاکستان، هند او ایران واردی. او دا به ستاسي د نظام د سقوط نخښه وي.

د قدرت نشه تر بلي هري نشې خطرناکه ده. انسان په سترګو ړندوي او په غوږونو یې کڼوي. او څوک چي هم ړوند او هم کوڼ وي هغه به حتماً په کوهي کي نسکوریږي او سترګي او غوږونه یې هغه وخت بیرته خلاصیږي چي بیا نو هیڅ ګټه نه لري او کار تر کار تېر وي.

و ما علینا الّا البلغ المبین

 د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته لومړی پرانیستی لیکدرنو مشرانو السلام علیکم. زړه ته مي نه لوېږي چي زما دا لیک دي تر تاسي پوري ورسیږي او یا دي، د رسېدلو په صورت کي، څوک اهمیت قدر ورکړي؛ خو زه خپله وجداني وظیفه پر ځای کوم.

درنو مشرانو! شپږویشت کاله مخکي، چي ستاسي اکثریت ځوان ملګري به یا زېږېدلي نه ول او یا به ماشومان ول، ما د محترم وکیل احمد متوکل صاحب په مخکي، په کندهار کي، مُلا محمدعمر اخند ته وویل چي «تاسي له مخکني حکومت څخه د خلکو د نارضاییت او په نتیجه کي، له تاسي څخه، د خلکو د ملاتړ په زور راغلي او قدرت ته رسېدلي یاست. موږ ته په امریکا کي آوازه را ورسېده چي کله تاسي د اسماعیل خان سره په جګړه لګیا واست یوې سپین سري ښځي د خپل پوړني په پلو کي ماش درته راوړي وه او ویل یې ما په کور کي دغه څه درلوده دا واخلئ او طالبانو ته یې ورکړئ. دا د همدغه اولس صمیمیت او احساسات وه چي تاسي یې قدرت ته ورسولاست. خو زه چي افغانستان ته راغلی یم؛ ما ستاسي څخه یو سړی هم خوښ نه دی لیدلی او ټول درڅخه ناراض دي. که تاسي خلک په دغه شکل ناراض وساتی، ستاسي سرنوشت به هم د پخواني حکومت په څېر وي.»

ما ملاصاحب ته، په دغه ارتباط، نوري ډیري خبري هم وکړې او ډېر مثالونه مي ورته راوړل. متوکل صاحب شاهد دی چي ملاصاحب زما د خبرو جواب نه درلودی او هیڅ یوه خبره یې هم ونه کړه.

له بده مرغه چي شپږویشت کاله وروسته تاریخ په یوه بل شکل تکرارېږي. زه یقین لرم تاسي پوهېږی چي په وطن کي لوږه او بېکاري خپل وروستي سرحد ته رسېدلې ده. د دې مدعا ښه ثبوت له یوې خوا پر سړکونو او بازارونو کي د خیرات خورو ښځو، ځوانانو او ماشومانو کتارونه او له بلي خوا اېران ته د افغان مهاجرینو سېل دی چي د ګاونډي هیواد اېران د ټول غیر انساني سلوک سره سره بیا هم خلک د خوارۍ مزدورۍ او یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د هغه هیواد ټول زحمتونه او غیر انساني سلوک پر ځانونو باندي مني او له خپلو کلیو او ښارونو څخه ورتښتي. دا د افغانستان تاریخ او حیثیت ته څپېړه ده.

محترمو مشرانو! تاسي له یوې خوا وایاست چي افغانان باید له وطنه ونه وزي او له اِمارت سره همکاري وکړي مګر له بلي خوا مو د وزارتونو په مخکي طالبان درولي او ږیرخریلي مامورین دفترونو ته نه پرېږدي. د دې معنا دا ده چي تاسي ته لیاقت او د انسان شخصیت نور هیڅ اهمیت نه لري او د ښه سړي توب او لیاقت معیار یوازي ږیره ده. ستاسي د عالی تحصیلاتو وزیر وايي چي په تیرو شلو کلونو کي چي هر چا تعلیم او تحصیل کړی وي هغه د هیواد په درد نه خوري. آیا د یوه حکومت د عالی تحصیلاتو وزیر باید دغه راز بې مسوولیته خبري وکړي؟ زه ګومان نه کوم چي د دغه سویې څښتن سړی دي د یوه عادي مدیریت د چوکۍ صلاحیت او وړتیا ولري.

د دې پرځای چي د هیواد بې ساري اقتصادي ستونزو حلولو او یوې لاري پیدا کولو ته توجه وکړئ، خپله توجه مو د محتسبینو ادارې ته متمرکزه کړې او هغوی پرته د خلکو له آزارولو څخه بل کار نه لري. موږهره ورځ په ټولنیزو رسنیو کي د افغانستان د خلکو د لوږي، بېکارۍ او ګدايي ګری ويډیوګاني ګورو. موږ هره ورځ وینو چي د هیواد ځوانان د ایراني او پاکستاني مقاماتو له ټولو سپکاویو سره سره بیا هم هغو هیوادونو ته تښتي. تاسي دې مهمي حیاتي مسئلې ته د توجه کولو پر ځای خپل ټول قوت د رباب ماتولو او د موسیقۍ د هنرمندانو وژلو ته متوجه کړی دی. د سړک پر غاړه طالب یا د امر بالمعروف نفر ولاړ وي او د موټروان تر زني لاس لاندي کوي او وايي که ږیره پرېږدې څومره به ښه ښکارې. دا د انسان پر شخصیت باندي تېر ی دی. دا چي هغه موټروان له ویري څه نه سي ویلای دا بېله خبره ده.

تاسي د نجونو پر مخ د مکتبونو دراوزې تړلي دي، پوهنتونونه مو رخصت کړي دي او بیا د ترقۍ نارې وهئ. په جهان کي داسي بل کوم اسلامي هیواد هم سته چي د نجونو ښوونځي ونه لري؟ او د نجونو له ښونځیو پرته ترقي او حتی د هیواد ژوندي پاته کېدل ممکن دي؟ پر سړکونو باندي د ځوانانو وېښتان قیچي کوی او د خلکو په مخ کي یې توهینوی. دا نه یوازي پر انساني کرامت باندي تېری دی بلکه د حق متعال پر حدودو باندي هم ښکاره تجاوز دی. تاسي ځانونه د اسلام د دین علمبرداران بولی؛ مګر دا راته ویلای سی چي تاسي ته کوم کتاب د مسلمان اولس د دغه راز توهینولو او له هغوی سره د دغه راز سلوک کولو اجازه درکړې ده؟

درنو مشرانو! ستاسي د قدرت اته میاشتي پوره کیږي. په داسي حال کي چي د افغانستان د خاوري په سلو کي سل مو هم تر کنټرول لاندي ده خو تر اوسه پوري نه کوم کُفري او نه اسلامي هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت پېژندلي یاست. نن ورځ نړۍ د یوه لوی کور حیثیت لري. په دونه لوی کور کي څوک یوازي ژوند نه سي کولای. یوازي افغانستان او اسلامي امارت د ټولي نړۍ څخه ګوښه او تجرید دی. دا د افغانستان بین المللي حیثیت ته سپکاوی دی او چاره یې یوازي تاسي کولای سی.

د اسلامي اِمارت خارجه وزیر ښاغلي متقي یوه ورځ وویل چي نړۍ زموږ څخه څه غواړي؟ موږ څه باید وکړو چي نړۍ مو په رسمیت وپيژني؟ زه ګومان کوم چي دا سوال باید په خپله ستاسي او په خپله له متقی صاحب څخه وسي. تاسي په نړۍ کي بل داسي هیواد پېژنئ چي په دنیا کي یې هیڅ څوک په رسمیت نه پيژني؟ د دې علت تر، بل هر چا تاسي ته په خپله معلومیږي.

درنو مشرانو په دې هم پوهېږم چي زما دا پرانیستی لیک، که احیاناً تر تاسي ورسېږي، هیڅ اغېزه نه لري خو ما خپلي غاړي خلاصي او وجداني مسوولیت مي سپک کړ. یو ځل بیا هم درته وایم چي د اولسونو نارضاییت ستاسي د سقوط او پر هیواد باندي د یوې بلي فاجعې د نازلېدلو پیلامه ده.

په خپل قدرت مه مغرورېږئ. دا یوازي ستاسي کمال نه وو چي تاسي د هیواد چاري په لاس کي واخیستلې او نن ورځ په ټول هیواد کي داسي غښتلی سیاسي رقیب نه لری چي له هغه څخه و وېرېږئ. دا د مخکني رژیم منتهی فساد او له هغه څخه د خلکو شل کلن نارضاییت وو چي ستاسي بري ته یې لاره هواره کړه؛ او اوس هغه نارضاییت ستاسي څخه هم موجود او پرله پسې مخ پر زیاتېدلو دی.

د خلکو نارضاییت، عامه لوږه او بېکاري او له ټولي نړۍ څخه ستاسي سیاسي تجرید ستاسي د سقوط او کندي ته د لوېدلو پیل دی. وما علينا إلا البلاغ.

دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.

 

Views: 121

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi