د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړی وایي چې پر اسرائیل د هېواد هوایي عملیات یې ښايي له درې تر څلور ورځې وغځېږي.
د ایران د پارلمان یاد استازو جرګې د ملي امنیت کمېسیون غړي بخشایش اردستاني پرون د دغه هېواد له «دیدهبان» سره خبرو کې ویلي: «د ایران هوایي عملیات به د صهیونیستي جنایتکار رژیم په ځواب کې په بې خبرۍ کې ترسره شي، ان کېدای شي له درې تر څلور ورځې وغځېږي، جمهوري اسلامي هم دغه خطرونه مني او ځان به د راتلونکو احتمالي پېښو لپاره چمتو کړي.»
د هغه په خبره، که څه هم په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه د وژلو مسوولیت هيڅ یوې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د امنیتي او اطلاعاتي بنسټونو له خوا شواهد او ترسره شوې څېړنې او خپاره شوي مطالب په بهرنیو مخاطبو رسنیو کې ښيي چې دغه برید د اسرائیل له خوا ترسره شوی دی.
نوموړي زیاته کړه: «د انقلاب معظم رهبر (خامنهیي) داسې یو شخص دی چې په نړۍوال نظام کې خپلو ژمنو کې رښتینی پېژندل کېږي او دې ته په کتو چې هغه ټينګار کړی چې د شهید هنیه غچ به اخلي نو بناً صهیونیستي رژیم ته به د ایران ځواب قطعي وي او د هغه په اړه هيڅ شک نشته.»
د حماس د سیاسي دفتر مخکنی رییس اسماعیل هنیه د روان کال د زمري میاشتې په ۱۰مه په تهران کې په یوه برید کې ژوند بایلود؛ هنیه د ایران د ولسمشر مسعود پژشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی و.
له دې پېښې وروسته حماس وویل چې د اسماعیل هنیه پر ځای یې د دغه ګوند د سیاسي دفتر رییس یحیی سنوار ټاکلی دی.
Views: 3