د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له یوه زندانه شپږ افغانان خوشي شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري پرون (شنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد کسان د دې قونسلګرۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې «د سولجر بازار حوزې» د پولیسو له بنده خوشي شول.
سرچینې څرګنده کړې: «یاد شمېر افغانان چې د کډوالۍ کارتونه یې درلودل، په نامعلوم دلی د یادې حوزې د پولیسو له لوري نیول شوي وو چې د جنرال قونسلګرۍ د پر وخت اقدام پایله کې له نیول کېدو ۴۵ دقیقې وروسته د شپې ۱۱:۴۵ بجې خوشي شول.»
د پاکستان حکومت د تېر میلادي کال په اکتوبر کې پرېکړه کړې وه چې د همدغه کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته بېاسناده افغانان وباسي او تر اوسه له پاکستانه نږدې ۹۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروسته له یادې پرېکړې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا کله نا کله په بېلابېلو پلمو نیول او ځورول کېږي.
Views: 14