د راپورونو له مخې، د غزې په ترانګه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو د برید له امله څه باندې ۱۰۰ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې یاد بریدونه نن سهار (شنبه) د غزې ښار په الدراج سیمه کې پر الطبین ښوونځي چې خلکو په کې پناه اخیستې وه، شوي دي.
له برید وروسته د حماس رسنیز دفتر په یوه بیانیه کې اعلان کړی: «اسراییل د سهار د لمانځه پر مهال هغه کسان په نښه کړل چې په یاد ښوونځي کې اوسېدل، له همدې امله په چټکۍ سره د تلفاتو شمېر ډېر شو.»
د راپور له مخې، د وژل شوو جسدونه او ټپیان د غزې باپتیست روغتون ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال، د اسراییل پوځ په خپله بیانیه کې ویلي چې د دوی هوايي ځواکونو د حماس قوماندانانو د کنټرول پر مرکز چې غزه کې د اوسېدونکو لپاره د پناه ځای هم و، برید کړی دی.
ورته مهال، د اسراییل پوځ د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره هیڅ اسناد نه دي وړاندې کړي.
د یادې رسنۍ په راپور کې د برید د نوعیت په اړه څه نه دې ویل شوي.
یاد برید د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوقالعاده ناستې له جوړېدو وروسته شوی دی.
د یادونې ده، تر اوسه په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې ۴۰ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۹۱ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.
Views: 21