په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار ویلي چې د افغانستان ۲۵ سلنه واردات له ایرانه کېږي او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار حسین روستايي د «افغانستان بازار فرصتونه او ستونزې» غونډه کې ویلي، ایران د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د څه باندې ۷۲۴ میلیون ډالرو په اندازه صادرات درلودل چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه ډېروالی ښيي.
د هغه په خبره، له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د سراسري امنیت او مرکزي واکمنۍ ټينګښت له امله له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.
روستايي دې ته په اشارې چې که ایران د افغانستان په بازار کې د حضور لپاره پلان ونه لري، نو ډېر ژر به د قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې، پاکستان او چین په څېر سیال هېوادونه د ایرن ځای خپل کړي.
دغه ایراني چارواکي ویلي چې افغانستان د خپلو بازارونو څه باندې ۸۰ سلنه اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي چې ۲۵ سلنه یې له ایرانه دغه هېواد ته واردېږي.
Views: 8