د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې «د اسماعیل هنیه د ترور په ګډون د اسراییل د جنایتونو» د دوام د څېړلو په موخه سبا د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوقالعاده غونډه جوړېږي.
د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پژشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی و، د تېرې اونۍ د چهارشنبې ورځې په سهار (د زمري ۱۰مه) تهران کې په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اسلامي همکاریو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د اسلامي همکاریو سازمان د حماس د سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه د ترور په ګډون د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اشغالګر اسراییل د جنایتونو او د ایران د اسلامي جمهوریت پر حاکمیت د تېري څېړلو په موخه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د اجرايي کمېټې فوقالعاده ناڅاپي غونډه کوي.»
سرچینې زیاته کړې چې دغه ناسته سبا (چهارشنبه) په جده کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې جوړېږي.
اعلامیه کې راغلي چې پر غزه د اسراییلو بریدونو له امله تر اوسه څه باندې ۴۰ زره کسان مړه او له ۹۱ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان لیکلي چې یاد ډېری مړي او ټپيان ښځې او ماشومان دي او د دغې مرګژوبلې او زېربناوو، روغتیايي او ښوونیو ځایونو، عبادتځایونو او تاریخي ځایونو ته د اوښتو زیانونو سربېره نږدې دوه میلیونه فلسطینيانو له خپلو سیمې او کورونو بېځایه شوي دي.
په منځني ختیځ کې کړکېج او د کمېدو لپاره یې هڅې
د ایران ولسمشر د حماس د سياسي دفتر پر رییس اسماعيل هنيه برید يوه لويه تېروتنه بللې او ويلي يې دي چې د «اسرائيلو دا ګستاخي به بېځوابه پاتې نهشي.»
د راپورنو له مخې، د امریکا جنګي الوتکې او بېړۍ د منځني ختیځ پر لور د حرکت په حال کې دي او د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې دغه ګام یې په سیمه کې د جکړې د مخنیوي او له اسراییلو د دفاع په موخه اخیستی دی.
په ورته وخت کې، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په داسې حال کې تهران ته تللی چې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته ترینګلتیا ډېره شوې او د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم په منځني ختیځ کې د جګړې د لمنې پراخېدو مخنیوي په موخه ایران ته سفر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ووکر ترک په منځني ختیځ کې د کړکېچ پر پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې او «له ټولو اړخونو او بانفوذه هېوادونو» یې غوښتي چې د ترینګلیتا د کمېدو لپاره بیړني اقدامات وکړي.
د جي اووه ډلې هېوادونو (جرمنی، د امریکا متحده ایالتونو، ایټالیا، بریټانیا، جاپان، فرانسې او کاناډا) هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده.
Views: 13