د بهرنیو چارو وزارت، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا، د المان په منشن ښار او چک جمهوریت کې د هېواد د استازولیو قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ بولي، خو وایي، په کاناډا، اسټرالیا، او هغو اروپایي هېوادونو کې اعتبار نه لري چی مخکې یې په اړه اعلامیه ورکړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې وضاحتي بیان کې راغلي چې په انګلستان، بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولند، سویدن، ناروی، کانادا او اسټرالیا هېوادونو او د المان هېواد په برلین او بن ښارونو کې د افغانستان استازولیو قونسلي خدمتونه د په چارو کې د نه رونټیا او له مرکز سره د نه همغږۍ له امله اعتبار نه لري.
خبرپاڼه کې راغلي د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا په پورتنیو هېوادونو کې د پاسپورټ د تمدید ټول سټېکرونه باطل دي خو هغه تمدید سټېکرونه چې د اعلامیې له صادرېدو مخکې اجرا شوي وي او افغانستان یا درېیم هېواد ته پرې سفر شوی وي او د جولای له ۳۰ مې مخکې د تګ راتګ مهرونه ولري، د منلو وړ دي.
دغهراز سرچینه زیاتوي چې د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا په پورتنیو یادو شوو هېوادونو کې ټولې صادرې شوې وېزې د اعلامیې له نشر وروسته د اعتبار وړ نه دي، هغه وګړي چې له یادو استازولیو څخه یې د افغانستان وېزې ترلاسه کړې او اوس مهال په هېواد کې شتون ولري کولای شي چې د وېزې د اقامت له مودې سره سم په افغانستان کې پاتې شي خو له هېواده تر وتلو وروسته په یادو وېزو بېرته افغانستان ته سفر نه شي کولای.
خبرپاڼه کې راغلي، د یادو استازولیو له لوري ټول وثایق او مصدقه سندونه چې د پورتنۍ اعلامیې له خپرېدو مخکې صادر شوي وي او له مرکز سره ثبت نه وي، د منلو وړ نه دي، ځکه یاد سندونه د مرکز په نه همغږۍ او د منلو شوو اصولو څخه په ښکاره سرغړونه ترتیب او صادرېږي.
سرچینه وايي، په اروپا کې د افغانستان پنځه استازولۍ په مونشن ښار کې جنرال قونسلګري، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا او چک کې سفارتونه له مرکز سره د همغږۍ درلودو په اساس له پورتنیو ذکر شوو محدودیتونو څخه مستثنی دي او د افغانستان نورو استازولیو په څېر یې قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې زمري میاشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې له یادې نېټې وروسته د لندن، بلجيم، برلين، بن، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، يونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استراليا استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري له مرکز سره د نه همغږۍ له امله، د منلو وړ نه دي او دغه وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هیڅ ډول مسوولیت نه لري او نه هم اجراأت پرې ترسره کېږي.
دغه وزارت لیکلي وو چې بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.
خو د زمري په لسمه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې قونسلي خدمات د ملي قوانینو او نړۍوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼټیا او امانتدارۍ او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کېږي او د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قونسلي خدمتونو د نه منلو پرېکړه به افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي.
سرچینې زیاته کړې وه چې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولۍ په اروپایي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د تېر په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمنتیا لري.
Views: 131