د فراه روغتیايي مسوولین وايي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲۶۸۶ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
د فراه د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکټر عبدالغني وویل چې د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۸۲۱ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي وو.
خو دی وايي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې بیا ۲۶۸۶ ماشومان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
ورته مهال، د فراه ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر فریداحمد هم مني چې سږ کال په دغه ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي.
هغه د یادې ناروغۍ ډېرېدو لاملونو په اړه وویل: «ډېر عوامل لري، لکه په ماشومانو کې اسهالات، د هوا ګرمېدل، بېوزلي، ماشومانو ته د لازمو خوړو نه ورکول او بل د لارو خلاصېدل چې خلک خپل ناروغان ولایتي روغتون ته راولي.»
بل لور ته یو شمېر کورنۍ هم وايي چې ماشومان یې د بېوزلۍ له امله پر خوارځواکۍ اخته کېږي.
د فراه د خاکسفېد ولسوالۍ یوې اوسېدونکې حوا: «ماشوم مې د ۷ میاشتو دی، اوس سوء تغذي شوی دی، نه مې خپله شیدې درلودې او نه مو د دې وس درلود چې خواړه ورته برابر کړو؛ نو ځکه ماشوم سوء تغذيه شو.»
دغه راز، د فراه په ولایتي روغتون کې یوې بلې ښځې حلیمې هم وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.
هغې زیاته کړه: «زه خپله شيدې نه لرم، وچې شيدې ورته اخیستی نه شو، کله کله به مې د غوا یا اوزې شيدې ورته اخیستې خو په هغو یې چاره نه کېده، اوس ماشوم مریض دی، دلته بستر دی.»
یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او په دې برخه کې یې د حکومت او مرستندویه موسسو او ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ډاکترانو په خبره، خوارځواکي هغو مواردو ته ویل کېږي چې د کس غذايي رژیم د مطلوبې سلامتۍ لپاره کافي مغذي مواد یا د هغو معادل غذايي مواد تیار نه کړي.
Views: 5