د ملګرو ملتونو سرمنشي، په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر پر مشر اسماعیل هنیه او د بېروت په شمال کې وروستي هوایي بریدونه ګواښوونکې پېښې بللې دي.
ایراني رسنیو پرون سهار خبر ورکړ چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی وړمه شپه په تهران کې د هغوی د اوسېدو پر ځای په هوایی برید کې ژوند بایللی. حماس د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه برید «صهیونیستی دښمن» کړی.
دغهراز، د راپورونو له مخې، اسرائيلو ویلي چې هوايي ځواکونو یې د لبنان د پلازمېنې بېروت په سوېل کې د حزبالله د هغه قوماندان په نښه کولو لپاره برید کړی چې دوې ورځې مخکې د جولان لوړو په مجدل شمس سیمه کې د ترسره شوي راکټي برید مسوول و.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د تهران او بیروت بریدونه ګواښوونکې پېښې بللې دي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د انتونیو ګوترېش په حواله راغلي چې دا مهال باید په ټوله غزه کې د اوربند، اسراییلي یرغمل شوو د خوشې کولو او د غزې اوسېدونکو لپاره د بشري مرستو په برخه کې هڅې وکړي.
ګوترېش ویلي، هغه څه چې اوس لېدل کېږي د دغو اهدافو د کمزوري کولو هڅې دي.
Views: 21