د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د روان کال په سپټمبر میاشت کې له سوېلي افریقا سره درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې له یوازنۍ ټېسټ لوبې وروسته د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سوېلي افریقا لوبډلې کوربه‌توب کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې به د سپټمبر میاشت په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي چې دغه راز به ډېر ژر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یواځنۍ ټېسټ لوبې او سوېلي افریقا لوبډلې سره د درېیو لوبو لپاره لوبډله هم اعلان شي.

سرچینې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکلي، دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کېږي او کوربه‌توب یې هم د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه دی.

اشرف زیاته کړې، له شک پرته سوېلي افریقا لوبډله د کرکټ په نړۍ کې یو ستر نوم لري او له افغان اتلانو سره به د دوی سیالۍ له ولولو او خوندونو ډکې وي.

نوموړي دغه راز ویلي، دا د هغو دوه اړخیزو مناسباتو او نېکو اړیکو پایله ده چې له امله یې دوی د سوېلي افریقا په څېر له سترو لوبډلو سره لوبې تنظیموي او هیله یې وښوده چې داسې او ورته نورې ډېرې دوه اړخیزې سیالۍ به هم ولري.

سرچینې ویلي، د سوېلي افریقا پر وړاندې له لوبلړۍ وروسته به په ډېر احتمال سره له بنګله‌دېش سره هم لوبلړۍ پیل شي چې له یاد بورډ سره د نېټو له نهایي کولو وروسته به یاده لوبلړۍ هم ډېر ژر اعلان شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په هندوستان هېواد کې د افغانستان په کوربه‌توب د نیوزیلېنډ لوبډلې پر وړاندې له ټېسټ لوبې وروسته به د سوېلي افریقا له لوبډلې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

 

Views: 10