ایرنا راپور ورکړی چې د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای د برید له امله وژل شوي.
ایرنا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو مسوول له قوله لیکلي: «د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کې د هغوی د اوسېدو پر ځای د برید له امله په شهادت رسېدلي دي.»
سرچینې لیکلي چې د یادې پېښې لامل او ابعادو په اړه څېړنې روانې دي او پایلې به یې وروسته اعلان شي.
Views: 5