د جمهوریت شل کاله؛ د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له پخوانی رییس احمدنادر نادري سره مرکه
د جمهوریت شل کاله پاډکاسټ لړۍ دې خپرونه کې د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له پخواني رییس او د سټنفورډ پوهنتون له اوسني کارپوه احمدنادر نادري سره د افغانستان په جمهوري نظام کې د ګومارنو برخه کې د ستونزو، ننګونو، فساد، د سیسټمونو جوړښت او په لوړو پوسټونو کې د ځوانانو د ټاکنې په اړه غږېږدلې یو.
دغهراز په تېر دولت کې د زورواکو پر غوښتنو، د افغانستان لپاره د جمهوری نظام له پیله د هغه تر وروستیو د سیاسیونو پر سټراتیژیکو تېروتنو او د دغه نظام د پرځیدو پر عواملو مو هم له نادري سره خبرې کړې دي.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.
Views: 117