د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنیس فدراسیون وایي، د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو درې د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو دیارلسم پړاو دا مهال د مالدیف هېواد په مالي ښار روانې دي.

یاد فدراسیون پر خپله فېسبوک‎پاڼه لیکلي، د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو دیارلسم پړاو کې علي رضا اساهي په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې، وحیدالله نورزاد په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې او جواد میرزایي په ۸۰ کیلوګرامه وزن کې د نقرې مډالونه ګټلي دي.

سرچینې ویلي، په یادو سیالیو کې ابوبکر برهاني په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې بیا د برنزو مډال ترلاسه کړ او دغه راز عبدالصبور سهاک په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې او شریف‌الله شریفي په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې په څلورم مقام کې راغلي دي.

دغه راز د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنیس فدراسیون معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د روانې جولای میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې دوام وکړي.

 

Views: 12