د المپیک ملي کمېټه وایي چې د جودو افغان لوبغاړی احمدصمیم فیض‌زاده نن د پاریس المپیکي سیالیو کې له خپل اتریشي سیال سره لوبه ترسره کوي.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاریس المپیکي لوبو په لړ کې د جودو افغان لوبغاړی احمدصمیم فیض‌زاده نن ماسپښین له خپل اتریشي سیال واچیدبور چا شویلي سره لوبه ترسره کوي.

د المپیک ملي کمېټې معلوماتو له مخې، د پاریس په المپیکي سیالیو کې له ۲۰۶ هېوادونو ۱۰ زره او ۵۰۰  ورزشکارانو کډون کړی او په ۳۲ بېلابېلو ورزشي څانګو کې لوبې ترسره کوي.

د یادونې ده، د بایسکل‌ځغلونې افغان ورزشکارې یلدوز هاشمي هم وړمه ورځ د پاریس په المپیک لوبو کې د ښځو په «ټایم تریل» انفرادي سیالۍ کې ۲۶م مقام خپل کړ.

Views: 10