د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي حکومت یې پلان لري چې په دغه هېواد کې د مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو په موخه پراخه عملیات ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، نوموړي دغه څرګندونې له “آج” تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې چې پرون خپره شوې ده.
هغه ټینګار کړی چې دا کار یوازې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیند او بلوچستان ایالتونو کې لا دمخه د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې ده، د راپورونو له مخې، یواځې په تېرو درېیو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان په کراچۍ او تر ۶۰ پورې په بلوچستان ولایت کې نیول شوي دي.
بلخوا د بلوچستان په کویټه ښار کې د افغانستان سرپرست جنرال قونسل مولوي ګل حسن د بلوچستان مشر وزیری میر علي مردان خان ډومکي سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې د افغان کډوالو په اړه پر بېلابېلو ستونزو خبرې وشوې او د بلوچستان ایالت د بېلابېلو بندخونو ته د قونسلګرۍ د استازو لیدنه، د ناروغانو د روغتيايي خدمتونو د اړتياوو او د سپین بولدک – چمن د پولې په تړاو شته ستونزو ته د حل لاری پیدا کول، د سوداګريزو مسايلو د ثبات او د سياسي مسايلو له سوداګريزو مسایلو څخه د جلا ساتلو اهميت په ګډون يو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
په دغه کتنه کې سرپرست جنرال قونسل مولوي ګل حسن د بلوچستان حکومت لخوا د افغان بندیانو د هوساینې د ارزونې لپاره د ایالت مختلفو بندخونو ته د دې قونسلګرۍ د قونسلي برخې د لیدو غوښتنې سربېره، په سپین بولدک کې د افغان ناروغانو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او د دوه اړخیز سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او دې برخه کې یې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینکار وکړ.
مولوي حسن زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه یو له، بل سره ګډ کلتور، ژبه، رواجونه او عنعنات لري، چې باید په عمومي آسانتیاوو کار وشي ترڅو پر دوه اړخیزه اړیکو کې اثر وکړي.
ورته مهال وزیر اعلی میر علي مردان خان ډومکي ډاډ ورکړ چې له اړوندو ارګانو سره مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو ورته شته ستونزې حل او ښې دوه اړخیزې اړیکې رامنځته شي.
Views: 6