سعودي سوداګر مشرف بن احمد الغامدي د رونالډو او میسي لوبډلو ترمنځ د سبانۍ دوستانه لوبې ټکټ د بولۍ له لارې په ۲،۶ میلیون ډالر وپېره.
دغه خبر د الجزیرې خبري شبکې په ګډون ځینو عربي رسنیو خپور کړی دی.
سرچینې لیکلي، مشرف بن احمد الغامدي د «اقار ون» شرکت مشر دی او تېره ورځ یې د کرېسټيانو رونالډو او ليونيل ميسي فوټبال لوبډلو ترمنځ د لوبې نندارې ټکټ د بولۍ له لارې په ۲،۶ میلیون ډالر پېرلی دی.
د میسي د پاریس سینټ جرمین او د رونالډو د نوي کلب النصر لوبډلو ترمنځ لوبه سبا (پنجشنبه) ترسره کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد ټکټ ټولې پیسې خیریه موسسو ته ورکول کېږي.
د سعودي د عمومي تفریحي ادارې مشر ترکي الشیخ په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې دا د فوټبال ترټولو قیمتي ټکټ دی.
د یادونې ده، پرتګالي فوټبالر کرېسټيانو رونالډو د سعودي عربستان له النصر بنسټ سره تر ۲۰۲۵ کال پورې د ۲۰۰ میلیون ډالر په مقابل کې تړون لاسلیک کړی دی.
Views: 1