د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یواځینۍ ټسټ لوبه پیل شوې او ملي لوبډله په لومړي اننګز کې په ۱۹۸ منډو وسوځېدله.

د دې لوبې بچه چې د سریلانکا پلازمینې کولمبو ښار کې د سلواغې په ۱۳مه، د جمعې په ورځ پیل شوه، سریلانکا وګټله او لومړۍ افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د افغانستان په لوبډله کې دا ځل څلورو نویو لوبغاړو ته چانس او د ټسټ لوبې خولۍ ورکړل شوه.

په دې لوبغاړو کې نوید ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، ضیاء الرحمن اکبر او سلیم صافی شامل دي، دغه راز په لوبډله کې حشمت الله شهیدي، لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، اکرام علي خېل، قیس احمد او شامل دي.

د ملي لوبډلې د لوبې پیل ډېر ښه نه و او د لوبې په لومړي اوور کې ابراهیم ځدراڼ په صفر وسوځېدل، ورپسې نور علي ځدراڼ او رحمت شاه ښه لوبه وکړه، خو نور علي هم په ۳۱ منډو وسوځېدله بیا د لوبډلمشر حشمت او رحمت شاه ترمنځ د پنځوسو منډو ملګرتیا وشوه.

د حشمت له سوځېدلو وروسته نورو لوبغاړو هم سمه لوبه ونه کړه، خو یواځې رحمت شاه په یواځې ځان منډو ته ادامه ورکړه، خو وروسته د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۹۸ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري رحمت شاه ۹۱ نور علي ځدراڼ ۳۱ منډې، قیس احمد او اکرام علیخیل ۲۱-۲۱ منډې جوړې کړې. ابراهیم ځدراڼ، ناصر جمال، نوید ځدراڼ او محمد سلیم په صفر وسوځېدل.

سريلانکا لپاره چپ لاسي تیز توپ اچوونکي ویشوا فرنانډو د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول. پرابت جایسوریا او اسیتا فرنانډو درې-درې ویکټې واخیستې.

د دې لوبې د لومړۍ ورځې په پای کې د سریلانکا لوبډلې په لومړي اننګز کې ۷۲ منډې جوړې کړې او تر اوسه یې کوم لوبغاړی نه دی سوځېدلی.

Views: 123