د فلیپین چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په جنوب کې د ۷.۸ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۷ کسانو او د ټپیانو شمېر ۴۷۹ کسانو ته لوړ شوی، او څلور نور کسان لا هم نادرکه دي.
دغه زلزله پرون سهار، د دوشنبې په ورځ، د سارانګاني ولایت ساحل ته نږدې رامنځته شوې او د راپورونو له مخې، په ځینو سیمو کې یې د ودانیو د پراخې ویجاړۍ، د برېښنا او اوبو د پرې کېدو او د ځمکېښویدنې لامل شوې ده. د مېندانائو په ټاپو کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د راپورونو پر بنسټ، د فلیپین د ملکي دفاع ادارې چارواکو ویلي چې تر ټولو ډېر تلفات په سوکسکسرجن سیمه کې ثبت شوي؛ چې په کې سارانګاني، جنرال سانتوس او سوېلي کوتاباتو شامل دي.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۷۹ کسان ټپیان شوي او د مېندانائو د جنوبي سیمو شاوخوا ۸۸ زره اوسېدونکي اغېزمن شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۲۲ زره کسان بېځایه شوي دي.
چارواکو همداراز د زرګونو کورونو د ویجاړېدو او په ښوونځیو کې د سلګونو درسي ټولګیو د زیانمنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.
په راپور کې راغلي چې چارواکو د نورو احتمالي پسلړزو د رامنځته کېدو خبرداری هم ورکړی دی.
Views: 9