د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی چې که له ایران سره شخړه بیا پیل شي، اسرائیل ښايي د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي او یوازې پاتې شي. ټرمپ له نتانیاهو سره په یوه ټیلېفوني اړیکه کې له هغه غوښتي چې پر ایران د نورو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.
ټرمپ همدارنګه په یوه مرکه کې ویلي: «ما نتانیاهو ته وویل چې احتیاط وکړي؛ که نه، ښايي ډېر ژر یوازې پاتې شي.»
د راپورونو له مخې، تازه ترینګلتیاوې وروسته له هغه پیل شوې چې اسرائیل د لبنان پر پلازمېنه بیروت هوايي برید وکړ. ایران په غبرګون کې د اسرائیل شمال ته څو توغندي وتوغول، وروسته اسرائیل هم د ایران دننه یو شمېر هدفونه چې د هوايي دفاع سیستمونه او یوه پټروشیمي کمپلکس هم پکې شامل وو، په نښه کړل.
په مقابل کې، ایران هم د حیفا ښار ځینې ورته تأسیسات او د اسرائیل دوه پوځي اډې تر برید لاندې راوستې.
چارواکو ویلي چې له دغو متقابلو بریدونو سره سره، تر اوسه د دواړو لورو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
نتانیاهو په یوه ټلوېزیوني وینا کې ټینګار کړی چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري او که ایران بیا بریدونه پیل کړي، سخت ځواب به ورکړي.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا د کړکېچونو د زیاتېدو مسووله بللې او ویلي یې دي چې واشنګټن د اوربند د خبرو اترو د یوه ښکېل لوري په توګه د هر ډول سرغړونې مسوولیت لري.
Views: 2