د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د دوو شل‌اووریز تمریناتي سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه.

د نننې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د عمان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې.

همدارنګه په دغه سیالۍ کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ذبید اکبري ۵۶، کریم جنت ۴۴ او شاهدالله کمال هم ۴۴ منډې وکړې.

په مقابل کې د عمان لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېد سره یې ۱۸۴ منډې وکړې او د ۶ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د یادونې ده، پرون د عمان لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته په لومړۍ تمریني لوبه کې ماتې ورکړې وه.

 

Views: 9